خبرونهاقتصاد

د صنایعو او سوداګرۍ معین د پروان له والي سره وکتل

 کابل، د غبرګولي ۱۹ مه، باختر

د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال پرون پروان ولایت ته سفر وکړ.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې؛ دغه غونډه چې په همدې مناسبت په دغه ولایت کې د دولتي ادارو د مسئولینو په ګډون جوړه شوې وه، پر یو شمېر پرمختیايي مسائیلو په ځانګړي ډول د(بوستان سبز پارک، او تتمدرې) د صنعتي شرکت د بیا فعالولو په اړه خبرې وشوې او د یادو شرکتونو پر بیا فعالولو ټینګار وشو.

په دې کتنه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پروان د والي له ملاتړ او پاملرنې مننه وکړه او ویې ویل چې پروان ته یې د سفر موخه د صنعتکارانو د حالت څېړل او د بوستان سبز شرکت د څرنګوالي څېړنه وه او د تتمدرې صنعتي پارک په فعالیت پیلول وبلل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال هم ژمنه وکړه چې د صنعتکارانو د ستونزو په حل کې به همکاري کوي.

په دې کتنه کې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د مرستيال سفر هرکلی وکړ، او د يادو شرکتونو د بيا فعالېدو په اړه يې معلومات ورکړل.

د پروان مرستيال والي مفتي محمد ادريس انوري او د پروان امنيه قوماندان ملا عزيزالله عمر هم پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولايت په صنعتي پارکونو کې پانګونه وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته