Uncategorized

د صنعتي پارکونو لوى رييس د صنعتکارانو د ستونزو په حل کولو ټينګار وکړ

کابل /د زمري ١٧مه /باختر
د څرخي پله د صنعتي پارکونو د صنعتکارانو د ستونزو د څېړنې غونډه د کابل د صنايعواوکانونود خونود کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د کابل د څرخي پله دصنعتي پارک صنعتکارانود دغه پارک د صنعتګارانو ستونزې اوچلنجونه د صنعت او سوداګرى وزارت د صنعتي پارکونواو صنايعو د چارو له لوى رييس سره شريک کړل.
او د خپلو ستونزو په حل کولو کې يې د دغه وزارت د جدي همکارى غوښتنه وکړه
د صنعت اوسوداګرى وزارت د صنعتي پارکونواود صنايعود چارو لوى رييس سيد محسن سادات د څرخي پله د صنعتي پارک د صنعتکارانو د ستونزوپه حل کولو په ټينګار سره وويل چې د خصوصي برخې په تېره بيا د صنعتکارانو د ستونزوحلول دحکومت په کاري لومړيتوبونو کې دى.
سادات زياته کړه چې د صنعت او سوداګر‌ۍ وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي چې د صنعتکارانو مهم اواساسي ستونزې حل کړي.
دغونډې په پاى کې د صنعتي پارکونواو د صنايعود چارو لوى رييس له صنعتکارانو او د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې له مسوولينو سره د څرخي پله د صنعتي پارک بېلا بېلې برخې وکتلې.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته