کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي، نن د ازبيکستان تاشکند ښار ته سفر وکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، په کابل کې رسنیو ته وویل چې په دغه سفر کې د نندارتون د پرانیستلو ترڅنګ، دوی غواړي خپلې نورې سوداګریزې برنامې د ازبیکستان جمهوریت له چارواکو سره شریکې کړي.
نورالدين عزيزي زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د هېواد د خصوصي سکټور هڅې دا دي چې د هېواد صنعت صادراتي او په کور دننه او بهر کې ورته مارکېټونه پیدا شي.
د عزیزي په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قزاقستان د پلانونو د تطبیق په پایله کې؛ تېر کال د افغانستان په صادراتو کې ۲۲۰ سلنه زیاتوالی راغی او سږ کال هم له ازبیکستان سره د یولړ پلانونو په تطبیق سره به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
دغه راز د خصوصي سکټور په استازیتوب، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند، وویل چې په تاشکند کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون به د مخکېنیو نندارتونو په پرتله ښې پایلې ولري او د هېواد په اقتصادي ودې او پرمختګ به ښه رول ولوبوي.
هغه، د خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په پار، د افغانستان اسلامي امارت او کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت د هېواد د خصوصي سکټور بشپړ ملاتړ کړی او لازمې آسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې په یاد پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکټور استازي حضور لري او ټاکل شوې ده چې ياد پلاوی د دغه سفر په بهیر کې، تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ويل کېږي چې په ياد نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، وچې ميوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او غیرالکولي نوشابې نندارې ته وړاندې کوي.