خبرونهاقتصاد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ارغندې صنعتي پارک وکوت

 کابل، د غوايي٢٥مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزې د کابل ارغندۍ صنعتي پارک څخه ليدنه وکړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ارغندې صنعتي پارک د فابريکو خاوندانو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او د بازارموندنې او د خپلو توليداتو د صادرولو لپاره د ويزې اخيستو په برخه کې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بل پلوه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر  ويلي چې د ارغندې  صنعتي پارک  توليداتو په بازار کې ښه سيالۍ رامځته کړې او په دغه برخه کې یې واردات حد اقل لږ او یا هم صفر ته رسولي دي.

نوموړي د ارغندې صنعتي پارک د فابريکو خاوندانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته یې رسیده ګي کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د صنايعو او کانونو د خونې عامل هيئت رييس، رحيم الله سمندر د ارغندې د صنعتي پارک په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل،  چې اوس په دې صنعتي پارک کې څه ناڅه ٨٥ معياري فابريکې په ٣٠٠ جريبه ځمکه کې فعاليت کوي او هره فابريکه  له ٥٠٠ څخه تر٧٠٠ زرو امريکايي ډالرو پورې پانګونه کړې، چې زياتره  د مر مرو ډبرو د پروسس فابريکې پکې شتون لري.

د يادونې وړ ده چې په دې  کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره  د صنعتي پارکونو او د صنايعو د چارو لوى رييس  عبدالعظيم قريشي او د افغانستان د صنايعو او کانونو د خونې عامل هيئت رييس، رحيم الله سمندر او د دغه وزارت يو شمير رييسان ملګري وو.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته