سیاستخبرونهاقتصاد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست: د اقتصادي او امنیتي ګډو کمیټو طرزالعمل کولای شي فعالیتونه ګړندي کړي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي چې د اقتصادي او امنیتي ګډو کمیټو طرزالعمل کولای شي په بندرونو او هوایي ډګرونو کې فعالیتونه ګړندي کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په بندرونو او هوایي دګرونو کې د اقتصادي او امنیتي ګډوکمیټو د طرزالعمل مسودې په اړه د خبرو په مقصد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نور الدین عزیزي په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، ترانسپورت، کانونو، کرنې، دفاع، د کورنیوچارو وزارت، د استخباراتو د لوی ریاست او د نورم او ستندرد ادارې د استازو په ګډون ددغه وزارت د کنفرانسونو په تالارکې غونډه جوړه کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل د دغه طرزالعمل په بشپړولوسره زموږ زیاتره ستونزه حلېږي او د زیاتو اسانتیاوو په برابرولو سره د هېواد په بندرونو او هوایي ډګرونو کې زموږ فعالیتونه ګړندي کوي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دغوګډو کمیټو د طرزالعمل مسودې د زیاتو بډاینې په خاطر اړوندې ادارې دې په دقیق ډول د دغې مسودې په مطالعه کولو سره په راتلونکې غونډه کې خپلی حقوقي او نظري پېشنهادونه شریک کړي.
ویل کېږي چې د بندرونو او هوایي ډګرونو اقتصادي او امنیتي کمیټې د اسلامي امارت د کابینې د اقتصادي کمېسیون د هيئت د ۴ ګڼې د مصوبې د لارښوونې پر بنسټ په دوو اقتصادي او امنیتي برخو کې د صنعت او سودګرۍ وزارت او د استتخباراتو د لوی ریاست په مشرۍ جوړه شوې ده.
دغه کمیټې موظفې دي چې د مالونو د قاچاقو د کیفیت د کنټرول د مالونو د واردولو او صادرولو د تنظیم او په خپل وخت د مالونو د ترخیص د څرنګوالي په برخه کې اقدام وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته