کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د لوېديځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې له يو شمېرغړو سره په کتنه کې متشبثو ښځو ته د سوداګرۍ انلاين سيستم د جوړولو خبر ورکړى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې نن د دغه وزارت له خوا خپره شوې ويل شوي، چې په دې کتنه کې لومړى د هېواد د لوېديځ زون متشبثو ښځو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست څخه غوښتي، چې د دغه سيستم له جوړولو وروسته ښځې کولاى شي خپل محصولات په انلاين ډول نړۍ ته معرفي کړي.
عزيزي څرګنده کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پام کې لري چې د هېواد په پنځو زونونو کې ښځو ته دايمې نندارتونونه جوړ کړي.
له بله پلوه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له متشبثو او صنعتکارو ښځو غوښتي، چې د خپلو فعاليتونو په پراختيا سره دې د اسلام مبارک دين او حضرت محمد (ص) د ارشاداتو او لارښونو په رڼا کې اړمنو ښځو او کورنيو ته د کار زمينه برابره کړي.
د يادولو وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د هرات د صنعت کارانو او پانګه والو حالت د څيړنې په موخه د يو پلاوي په مشری دغه ولايت ته سفر کړى و.
\ ذ