خبرونهاقتصاد

د صنعت او سودا ګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تجارتي اړيکو پر ټينګښت او د ترانزيتي اسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ

کابل، د چنګاښ١٢مه، باختر

د صنعت او سودا ګرۍ سرپرست وزیر د افغان او ازبک سوداګرو په مشورتي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د سوداګريزو اړيکو پرټينګښت ټينګار وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدين عزيزي په هغه مشورتي غونډه کې  چې د سودا ګرۍ د پراختيا او ترانزيتي اسانتياوو په نامه د افغان او ازبک سوداګرو له خوا په تا شکند کې ترسره شوی و ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مل پلاوي يې  د سوداګرو نظريي او وړاندېزونه واورېدل او ويې ويل چې ستاسې ټولې نظريي او وړاندېزونه به د ازبکستان له مقاماتو سره شريک کړم.

دغه راز په دې سفر کې د افغانستان پلاوي  د خصوصي سکتور له استازو سره  په ازبکستان کې د افغانستان د سوداګرۍ  د پياوړتيا او بازار موندنې، د پانګونې د جلبولو او د تجربو د تبادلې په لاره کې له خپل ازبک سيالانو سره خبرې وکړې.

ويل کېږي د افغانستان یو پلاوى پرون د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدين عزيزي په مشرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي ستونزو د حل کولو، د ترانزيتي آسانتياوو د برابرولو او د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ازبکستان ته سفر کړى دى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته