خبرونهامنیت

د طالبانويوسرګروپ له اتو تنو افرادو سره په قندهار کې ووژل شو

 کابل /د وري ١٢مه /باختر

د وسله والوطالبانويوسرګروپ له ٨ تنو افرادو سره يې په قندهار کې د پوځي عملياتوپه بهير کې ووژل شو.

په قاري اسرار تېره شپه د قندهار د ژيړي ولسوالۍ د قاري سليم په دره کې دهغه په پټنځي بريد وشو او ووژل شو.

د قندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزي باختراژانس ته وويل چې قاري اسرار له خپلوافرادو سره د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولوبوخت و ، چې پرې بريد وشو.

هغه تاييد کړ چې د پوليسو په  دغوعملياتوکې قاري اسرار له خپلو ٨ تنوافرادو سره ووژل شو.

په دغو عملياتوکې د طالبانو يوشمېر جنګي وسايل د پوځيانولاس ورغلي دي .

طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته