خبرونهامنیت

د طالبانو د جنګي وسایلو یوه زیرمه په ننګرهارکې کشف شوه

کابل / د لیندی ۱۰ / باختر
پولیسو په ننګرهارکې د طالبانو د جنګي وسایلود یوې زیرمې د کشفولوخبرورکړ.
جنګي وسایل د مومند درې ولسوالۍ بازارته څېرمه د استوګنې په یو زوړ کور کې ساتل کېدل.
د ننګرهار د پولیسو یومقام باخترآژانس ته وویل چې له دغه زیرمې څخه ۲۲۰۰ ګولۍ او یوه اندازه سپکې جنګي وسايل اوچاودېدونکي توکي ترلاسه شوي ډي.
هغه وویل: وسله والو طالبانوله دغو جنګي وسایلوڅخه په ډاراچوونکو پېښو کې کاراخیستل.
د دغې پېښې په اړه څوک نه دی نیول شوی.
طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته