امنیت

د طالبانو د وسلو د اکمالاتو مسوول په بغلان کې ونيول شو

کابل / دورې٨مه / باختر
د بغلان د امنيې قوماندانۍ پوليسو نن له زندان څخه يو آزاد شوى طالب د وسلو د قاچاقو په اړوند ونيوه.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: د بغلان د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې د پوليسو يو طالب چې له زندان څخه آزاد او بېرته د وسله والو طالبانو له ډلې سره يوځاى شوى ، په ځانګړو عملياتو کې له څوارلسو جنګي وسايلو سره ونيول شو.
د يادونې وړ ده دغه طالب غوښتل يو شمېر پوځي تجهيزات د يو باروړونکى موټر په واسطه کندز ته ولېږدوي چې د پلخمري ښار په امنيتي پوسته کې ونيول شو.
پاى \ شکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته