خبرونهامنیت

د طالبانو د ډلې دوه غړي په کابل کې ونيول شول

٢٨- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د کابل پوليسو دوه تنه چې غوښتل يو څارنوال ترور کړي ، ونيول.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د جمهوري رياست لومړى مرستيال امر الله صالح د دغو دوو تنو د نيولو خبر د نن سهار په امنيتي غونډه کې ورکړ .
ويل شوي دي د کابل پوليسو دوه تروريستان چې په موټرسايکلونو سپاره و، د کابل ښار په ٢١ ناحيه کې پر يو څارنوال له بريد وروسته ونيول . په بريد کې څارنوال ته زيان نه دې اوښتى.
د جمهوري رياست لومړى مرستيال دغه دوه تنه د قاري هارون او ايوب په نومونو ياد کړى دى او ويلي دي چې دوى د طالبانو د ډلې غړي دي .
له دغو دوو تنوڅخه د نورو هدفونو عکسونه او پتې چې بايد ترور شوى واى، ترلاسه شوي دي.
طالبانو تل په هدفمندو ترورونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي .
د جمهوري رياست لومړى مرستيال دغه راز ويلي دي چې ملي امنيت د حليم په نامه يوبل تن نيولى دى چې يو موټرسايکل يې چې چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځآى شوي و ، کابل ته راوړي و او غوښتل يې هغه د امنيتي پوليسو په يو پوسته کې وچوي .
ډار اچوونکي پېښې د مقناطيسي ماينونو ، چاودنې او هدفمندې وژنې د کابل د خلکو اصلي اندېښنې دي .
په تېرو ١٠ ورځو کې په کابل کې په دغه شان پېښو کې ٢٣ تنه ووژل شول .
نن هم د کابل څلورمې ناحيې په ساحه کې په يوه پوځي واسطه کې د لګول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې ډګر و چې د کابل د خلکو د اندېښنو د زياتوالي سبب شو.
دوه ورځې مخکې په کابل کې په ٤ تروريستي پېښو کې ٣ تنه شهيدان شوي و.
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته