خبرونهامنیت

د  طالبانو يوغړى  په فراه کې ونيول شو

کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

د فراه  له تروريزم سره د مبارزې پوليسو د طالبانو د ډلې يوغړى نن   د فراه ښار له لومړۍ ناحيې څخه ونيوه.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل چې د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې پوليسو د وسله والو طالبانو د ډلې يومهم غړى ملا سيف الله د فراه ښار د لومړۍ ناحيې له مربوطاتو څخه ونيوه.

محب زياته کړه نيول شوى طالب  په پرچمن ولسوالۍ کې  د مولوي وکيل  د ډلې  فعال غړى دى، چې د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې په زياتو  ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې  لاس درلود.

هغه  په لومړنيو تحقيقاتو کې د څو تروريستي بريدونو  په سازمان ورکولو او د فراه په مربوطاتو کې پرڅو امنيتي پوستو  په بريدونوکې د لاس لرلو اعتراف کړى دى.

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته