خبرونهامنیت

د طالبانو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي د هېواد په ختيځ کې کشف شول

کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د هېواد امنيتي ځواکونو د طالبانو ډلې يو اندازه چاوديدونکي توکي د هېواد په ختيځ کې کشف اوضبط کړل.
ويل کېږي دغه چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه بار شوې وو تېره شپه د کابل – جلال اباد لويې لارې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او په دې اړوند يوتن نيول شوى دى.
د هېواد په ختيځ کې د لغمان يو جګپوړى امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه چاوديدونکي توکي زرکيلوګرامه و.
هغه وويل نيول شوى سړى د چاوديدونکو توکو بورۍ په يو فلانکوچ موټر کې ځاى پرځاى کړي و.
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتوکې د طالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى او ويلي يي دي چې ټاکل شوې وه دغه چاوديدونکي توکي د هېواد په ختيځو سيمو کې د وسله والوطالبانو د ډلګيو په واک کې ورکړل شي.
وسله وال طالبان زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه ترلاسه کوي او له هغوڅخه بمونه ، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه جوړوي او په افغانستان کې په خپلو بريدونوکې کاروي.
د طالبانو ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته