سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د عالمانو ستره غونډه؛ اسلامي امارت يو مشروع نظام دى ديني او عصري زده کړو ته  دې پاملرنه وکړي

 کابل، د چنګاښ١٢مه، باختر

د هېواد د عالمانو سترې غونډې  په کابل کې له دريو ورځو خبرو وروسته په افغانستان کې د موجوده نظام د مشروعيت پر تائيدولو په افغانستان کې د ديني او عصري ښووني او روزنې، روغتيا او کرنې ته  د اسلامي امارت پر پاملرنې پر ټينګار سره پاى ته ورسېده.

د باختراژانس مبصرليکي: د هېواد څه د پاسه ٤زره تنو ديني عالمانو په کابل کې  د يوې سترې غونډې په جوړولو سره په هېواد کې روان حالات او د اسلامي امارت د حکومت څرنګوالى و څېړه.

دغه غونډه ټيک هغه وخت جوړه شوه چې په هېواد کې د اسلامي امارت په بيا برياليتوب سره چې په هېواد کې امنيت تامين شوى او خلکو سياسي ثبات ته لاسرسى موندلى دى، په هېواد کې مرکزي نظام پياوړى شوى، د قدرت جزيرې نور شتون نه لري او خلک د يو اسلامي مشروع نظام تر سيوري لاندې خوندي دي، خو بيا هم يو لړ ستونزې شته چې د هغو لرې کولو لپاره اړتياوه چې اسلامي امارت د ديني عالمانو او د قومي مشرانو سلامشورې  له ځان سره ولري په همدې مقصد د هېواد د عالمانو غونډه جوړه شوه او هغوى له اسلامي امارت سره خپلې ګټورې سلامشورې شريکې کړې او خپله غونډه يې په ١١مادو کې د يو پرېيکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسوله.

که چېري د دغه پرېکړه ليک متن او محتوا ته ځير شو په هغه کې  په هېواد کې ټولې روانې ستونزې  په پام کې نيول شوي او د نړيوالېۍ ټولنې اندېښنو او شکايتونو ته  ځواب ورکړل شوى دى، په افغانستان کې د موجود نظام په اړه د نړيوالې ټولنې انتقادونه زيات نه و، په افغانستان کې  موجود نظام په دغه هېواد کې د ډار اچوونکو ډلو شتون، د نشه يي توکو د کرکيلي توليد او قاچاقو او د داعش د ډلې د فعاليتونو دوام  او يوشمير نورې خبرې د دې سبب شوې وې، چې اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت ونه پيژندل شي، خو دغه شان تورونو او اندېښنو ته د غونډې د برخه والو عالمانو ځواب روښانه و.

د دغې غونډې د پرېکړه ليک په څلورمه ماده کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې، توليد، قاچاقو او پلور د مخنيوي په اړه د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاد حفظه الله د فرمان ملاتړ شوى دى.

د دغه پرېکړه ليک په پنځمه ماده کې  په دې اړه چې د افغانستان له خاورې  څخه به  د هيڅ هېواد پر خلاف استفاده ونه شي  د اسلامي  امارت د دريځ او دا چې افغانستان  نړيوال کنوانسيونونه  رعايتوي، ملاتړ شوى دى. دا ښيي چې ډار اچوونکې ډلې په افغانستان کې د فعاليت لپاره ځاى نه لري، د  داعش او د نورو ډاراچوونکو ډلو د فعاليت په  اړه يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د هغوى د فعاليتونو نارې سورې وهي د غونډې برخه والو عالمانو دريځ روښانه و، هغوى د غونډې د پرېکړه ليک په ٧ ماده کې ويلي ” په ملت غږکوو چې د داعش په نامه فتنه اچوونکې پديده د ننني عصر خوارج او باطله ډله ده چې زموږ په اسلامي هېواد کې فساد خپروي  له دې ډلې سره مرسته او د اړيکو لرل شرعا نا جايزه عمل دی “د خپلې غونډې په  دريو ورځو کې  يوشمير ټولنيزې، روزنيزې، اقتصادي او روغتيايي ستونزې هم وڅېړلې او په دې اړوند يې خپلې سلامشورې وړاندې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې  يو شمېرهېوادونو او سازمانونو د زده کړې او پوهنې او يا د اقليتونو د حقوقو او د بشري حقونو د مسلو په اړوند په اسلامي امارت انتقادونه کړي دي.

د دغې سترې غونډې په ٩ ماده کې ويل شوي دي”  په اسلامي امارت غږ کوو چې د عدالت، ديني اوعصري تعليم، روغتيا، کرنې، صنعت، د اقليتونو، ماشومانو او د ښځو د حقوقو او د ټول ملت حقوقو او په ټوليزه توګه هراړخيز پرمختګ، اقتصادي ودې  او انډوليزې پراختيا ته  د اسلام د مقدس شريعت په رڼا کې پاملرنه وکړي “.

د برخه والو ګډ نظر دا و چې د هېواد د ودې او پراختيا لپاره بايد  د بېلابېلو برخو متخصصين هېواد ته راوبلل شي، دينې مدرسې، تخصصي څانګې او اکاډميک بنسټونه زيات پياوړي شي، د دغو عالمانو په نظر هغه ملت قوى دى، چې قوي علم ولري او قوي متخصصين ولري.

دغه راز د غونډې برخه والو پر دې ټينګار وکړ چې اسلامي امارت په کلي ډول د يو مشروع نظام تعريف  لري، وګړنى ملاتړ او دريځ يې پياوړى دى  او لازمه ده چې د يو مشروع او مسووليت منوونکي نظام په توګه په رسميت وپېژندل شي او نړۍ د ناوړه تفاهماتو د حل کولو لپاره له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د اسلامي امارت  جګپوړو مسوولينو د دغې غوڼدې د برخه والو د نظريو او سلامشورو درناوى کوي او د دې وخت رارسېدلى دى، چې اسلامي امارت ته  د پاملرنې، کار او تعامل وخت ورکړل شي چې له اوسنيو سختو ورځو سره ښه مبارزه وشي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته