سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

د عالیقدر امیر المؤمنین په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د وري ۴ مه / باختر

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخند زاده په مشرۍ د اسلامي امارت د کابینې غونډه په قندهار ولایت کې جوړه شو چې درې ورځې یې دوام وکړ.

په دې غونډه کې عالیقدر امیر المؤمنین په ادارو کې په قوانینو، اجرااتو، له خلکو سره په تعامل، اقتصادي ستونزو ته د اساسي حل لارو پیداکولو، په امنیتي ادارو کې د  استخدام  او تنظیم  او په ټولو دولتي چارو کې د لا ښه  پرمختګ په هدف د اسلامي امارت وزیرانو ته لارښوونې کړې او مهم تصمیمونه نیول شوي دي.

په غونډه کې د اسلامي امارت ريیس الوزرا، د رییس الوزرا مرستیالانو، د دفاع، کورنیو چارو، اوقافو، اقتصاد، مالېې، عدلیې، فوائدعامې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، کلیو بیارغونې او پراختیا، مخابراتو، کاراو ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې، کانونو او پترولیم، ، کرنې، اوبولګلو او مالدارۍ، عامې روغتیا، سوداګرۍ او هوانوردۍ  وزیرانو، د سترې محکمې قاضي القضات، د استخباراتو، علومو اکاډمۍ، چارو ادارې، احصایې، د افغانستان بانک او سرې میاشتې رییسانو، کابل ښاروال او دغه راز  د اسلامي امارت ویاند او نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې په غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین په هېواد  کې د اسلامي شریعت د لاښه پلي کیدو په اړه اړوندو ارګانونو ته مشخصې لارښوونې وکړې، چې  په پایله کې به یې  اسلامي احکام په منظم او ښه ډول په ټولنه کې پلي کېږي او ټول افغانان به د اسلامي احکامو تر چتر لاندې  آرام او سوکاله ژوند کوي.

سرچینه زیاتوي چې په غونډه کې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د هېواد د اقتصادي ودې او رفاه لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، چې د بریښنا د تولید، سړکونو جوړولو او د کانونو په سمه توګه استخراج ته لاره هواره شي او د ټولو سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو او برنامو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

په غونډه کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ادارې کمېسیون ته هم دنده سپارل شوې چې د اداري سیستمونو د اصلاح او په مالي او نورو برخو کې د کاغذ پرانۍ او ستونزو د لرې کولو په منظور لازم ګامونه واخلي او بیا یې د مشرتابه له مقام سره شریک کړي.

دغه راز  په غونډه کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د را ټولولو او د هغوی د ښې درملنې او په هېواد کې د نشه یي توکو د پېر او پلور د مخنیوي او د یو لړ نورو مهمو مواردو په اړه هم لازمې لارښوونې شوې دي.

په دې غونډه کې عالیقدر امېرالؤمنین د دولتي وسلو، موټرو او نورو توکو د ساتنې او له بیت المال سره د ډېر احتیاط په اړه ټولو  وزیرانو او مسوولینو او اړوندو ادارو ته هم لارښوونې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین ویلي: که وس او توان یې وشي فرد، فرد افغان ښځې او نارینه ته به معاشونه تعین کړي، په خبره یې د خپل بې وزله ولس ستونزې او سختۍ درک کوي، خو دا چې لا تر اوسه د اسلامي امارت اقتصاد کمزوری دی، نو باید ولس له خپل نظام سره مرسته وکړي، د زکاتونو او عشر په راټولولو او په خپل ځای مصرولو کې هڅه وشي، دولتي ارګانونه دې، له اصراف او ګزاف مصرفۍ څخه ځانونه وساتي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته