کابل، دغبرګولي٢٥مه، باختر
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره په کتنه کې د معیاري، ارزانه او با کیفیته روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن ( د غبرګولي ۲۵ مه) د خصوصي روغتونونو له مسوولینو وغوښتل، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او معیاري کولو، د مسلکي کارکوونکو په ګومارلو او د ناروغانو د روغتیایی خدمتونو په لګښت کې جدي پاملرنه وکړي.
په دې ناسته کې د خصوصي روغتونونو پر وړاندې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې وشوې او د يادو روغتونونو د مسوولينو وړانديزونه وڅېړل شول.
د خصوصي روغتونونو استازو ډاډ ورکړ د با کيفيته روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د خلکو ستونزو د لري کولو په وړاندې د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په خصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړوند تل د خلکو شکايتونه او انتقادونه راپارولي دي .
په خصوصي روغتونونو کې د ناروغانو د ناروغيو د تشخيص او درملنې لپاره د لازمو ظرفيتونو نشتوالى، د روغتيايي خدمتونو د لګښت زياتوالى او د لازم طبي تجهيزاتو نه شتون د دې سبب شوى، چې ناروغان د درملنې په موخه بهر ته لاړ شي.
\ ذ