خبرونهروغتیا

د عامې روغتيا وزارت مشرتابه د کرونا واکسين د تطبيق پر ګړندي کولو ټينګار وکړ

کابل / د وري ۱۱مه / باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د تطبيقوونکو موسسو له مسوولينو سره په کتنه کې، په هېواد کې د کروناويروس د واکسين د تطبيق بهير پر ګړندي کولو ټينګار وکړ.

ډاکټر مجروح په دې کتنه کې د کروناويروس د واکسين د تطبيق په اړوند د روغتيايي ادارو ننګونې او کارونه وڅېړل او د موجودو ننګونو د لرې کولو لپاره يې د ادارو  مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د کروناواکسين تطبيقول په هېواد کې د دغه ويروس د له منځه وړلو لپاره اغېزمنه لاره وبلله او د تطبيقوونکو موسسو له مسوولينو او اړوندو ادارو وڅخه يې وغوښتل چې د دغه واکسين د تطبيق بهير د ګړندي کولو لپاره  هلې ځلې وکړي.

ډاکټر مجروح د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ټولو تطبيقوونکو موسسو ته لارښوونه وکړه چې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې صادقانه هلې ځلې  وکړي او د روغتيايي خدمتونو کې ډېره لږه بې پروايي د بخښنې وړ نه ده او هر فرد        يا ټيم چې په دې لاره کې تعلل او بې پروايي وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه دغه راز د غونډې په دوام د اړوندو ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې هره  ورځ د کرونا واکسين د تطبيق په اړه د ولايتونو کاري رپوټونه له ده سره شريک کړي.

دغه راز ډاکټر مجروح په ننګرهار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري د پوليو د درېو تنو واکسيناتورانو د شهادت له امله خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د روغتيايي کارکوونکو د امنيت او په دغه ولايت کې د پوليو واکسين د تطبيق د دوام        په اړه د ختيځې حوزې له مسوولينو سره خبرې کړې دي.

پاى \ج\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته