خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتيا وزارت: په افغانستان کې د کولرا کومه مثبته پېښه نشته

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د عامې روغتیا وزارت، د هغو راپورونو په غبرګون چې په دغو وروستيو کې د کولرا ناروغۍ په اړه د ځينو رسنيو له لارې خپاره شوي دي؛ ويلي چې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ کومه مثبته پېښه نشته.
د دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: “دا چې تېره ورځ د ځینو رسنیو له لوري د کولرا ناروغۍ اړوند راپورونه خپاره شوي چې ګنې په افغانستان کې د کولرا زیات شمېر واقعات مثبت دي او له ځان سره مړینه هم لري؛ ‏په یادو خپاره شویو راپورونو کې د روغتیا نړیوال سازمان له وروستي خپاره شوي راپور چې د ۲۰۲۴ میلادي کال په نولسم د جون خپور شوی، استناد شوی دی؛ په داسې حال کې چې راپور د ختیځې مدیترانې حوزې اړوند خپور شوی په افغانستان کې د ارقامو اړوند د حادو اسهالاتو «اې.ډبليو.ډي» کلمه استفاده شوې چې ‏د کولرا له یقیني او تثبیت شویو ارقامو سره کوم ربط نه لري.”
په اعلامیه کې يادونه شوې چې د حادو اسهالاتو ياد ارقام د وزارت له رسمي آدرسه هم وخت پر وخت له رسنیو سره شریک شوي چې له کولرا سره حاد اسهالات د طبي تعریفاتو او د ناروغیو د پیژندنې د علم له مخې فرق لري.
‏ياد وزارت په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ کومه مثبته پېښه نشته او د مثبتو واقعاتو د شتون په صورت کې به معلومات شریک شي.
ويل شوي چې د عامې روغتیا وزارت له ساري ناروغیو سره پر ګډې مبارزې باور لري او هڅه کوي چې له نړیوالو همکارانو سره په ګډه
د ساري ناروغیو پر کنټرول کار وکړي چې دا برخه لا ډېر ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت د رسنيو له مسئولينو څخه غوښتنه کړې چې د راپورونو په جوړولو کې له مسلکیتوب او دقت څخه کار واخلي او له هېوادوالو او نړیوالو سره د ناروغیو اړوند دقیق او حقیقي ارقام شریک کړي؛ څو بې اساسه راپورونه د هېوادوالو او نړيوالو لپاره د اندېښنې سبب و نه ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته