خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چين له سفیر سره وکتل

کابل، د چنګاښ ۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره وکتل.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوري جوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې اترې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتونکی شو او ويې ويل چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاري او همغږي لا پراخه او پياوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته