TOPروغتیا

د عامې روغتیا وزیر: د هرې ټولنې لومړنۍ اړتیا روغتیا ده؛ خو په تېر دولت کې یادې برخې ته پاملرنه نه ده شوې

کابل / د لړم ۲۵ مه / باختر
د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد قندهار ته په سفر کې وویل چې د هرې ټولنې لومړنۍ اړتیا روغتیا ده؛ خو په تېر دولت کې یادې برخې ته پاملرنه نه ده شوې، په وینا یې هڅې پیل شوي چې افغانان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا سرپرست وزیر یادې څرګندونې په قندهار کې د جینوا کال موسسې د روغتیايي خدمتونو د خوندیتوب په نوم جوړ شوي ورکشاپ کې وکړې.
د قندهار د ولایتي ادارې دفتر رییس مولوي محب الله ټولو روغتیایي موسسو، ادارو او بنسټونو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره د ټولو روغتیایي کارکوونکو، ادارو، تجهیزاتو او د دوی ټولو وسایلو ته ځانګړی پام لري او د خوندیتوب لپاره یې پر ځانګړو تګلارو کار روان دی.
هغه پر ټولو داخلي او بهرنیو موسسو غږ وکړ چې پر ښار سربېره لرې پرتو ولسوالیو ته هم خپل خدمات وغځوي.
د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان اسلامي امارت د واحد نظام پر راتګ خوښي وښودله او زیاته یې کړه چې د هرې ټولني لومړنۍ اړتیا روغتیا ده چې په خبره یې په تېر نظام کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
عباد وویل: هڅې پیل شوي چې افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا شي او د بهرنیو هېوادونو له اړتیا ځان خلاص کړي.
ډاکټر قلندر عباد وویل چې د روغتیا په برخه کې فساد، معامله او د نامسلکي کسانو پر دندو ګومارل ورته د منلو وړ نه دي، په خبره یې د روغتیا په برخه کې به سل سلنه شفافیت رامنځته کېږي او د هېواد مسلکي کسانو ته به د کار زمینه برابرېږي.
د عامي روغتیا وزیر د جینوا کال موسسې له مسوولینو وغوښتل چې پر نړیوالو غږ وکړي چې د روغتیا په برخه کې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د جینوا کال موسسې مشرې فریانه فدایي رسکتي وویل چې جینوا کال موسسې په افغانستان کې په ۲۰۱۷م کال کې خپل کارونه پیل کړي چې د نړیوال بشرپال قانون په رڼا کې د روغتیایي کارکوونکو، ځایونو او تجهیزاتو د ساتنې په برخه کې پر افغانستان سربېره د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې ورکشاپونه او کنفرانسونه دایروي او پایلې یې له مسوولینو سره شریکوي.
د جینوا کال موسسې مشرې ډاډ ورکړ چې دوی د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او دلته روغتیایي برخو کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
د قندهار د عامي روغتیا رییس حافظ عبدالحي عباس وویل چې ولایتي اداره قندهار کې د روغتیا ټولو برخو ته ځانګړی پام لري او هڅه یې داده چې د موسسو او اړوندو ادارو پر مټ پر ښار سربېره لرې پرتو سیمو ته بشپړ روغتیایي خدمات ورسوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته