ټولنه

د عشر او زکات راټولو د څرنګوالي په تړاو څلورمه ناسته جوړه شوه

کابل / د مرغومي ۲۱مه / باختر
د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رییس معراج محمد معراج په مشرۍ د عشر او زکات راټولو د څرنګوالي په تړاو څلورمه ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، امربالمعروف او نهي عن المنکر او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک او کابل ښاروالۍ استازي هم حاضر وو، د عشر او زکات د راټولو پر طرحې او میکانیزم هر اړخیز بحث وشو.
دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې اړوندې ادارې دې د عشر او زکات راټولو د څرنګوالي په تړاو خپله وروستۍ طرحه راتلونکې ناستې ته چې د روان کال د مرغومي په ۲۵مه ترسره کېږي، وړاندې کړي چې د وروستۍ پرېکړې او تائید لپاره امیرالمؤمنین ته وړاندې شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته