سیاست

د غربي ښکېلاک د ماتې بریا یواځې د مجاهدینو نه بلکې د ټول مجاهد ولس بریا ده

کابل / د وږي ۹مه / باختر
د پکتیکا مرکز ښرنې شهیدانو څلورلارې کې نن له هېواده د امریکا او ناټو ځواکونو امپراطورۍ او غربي ښکېلاک د ماتې په پار جوړ شوې غونډه کې د اسلامي امارت مسوولینو د زبرځواک ماتې یواځې د مجاهدینو نه بلکې د ټول مجاهد ولس بریا وبلله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د یادې ورځې پر تاریخي شالید خبرې وشوې او په دې لاره کې د شهیدانو قربانۍ وستایل شوې.
د پکتیکا ولسونو پر شته نوي نظام خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په ټولو برخو کې به یې ولسونه ترڅنګ ولاړ وي او کلکه ننګه به یې کوي.
ولسونو وویل: د خپلو اولادونو د قربانیو مېوه ویني چې له هېواده د جګړې ټغر ټول شوی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې سمبول سپین رنګه بیرغ رپاند دی.
د یادونې وړ ده چې د مجاهدینو د بریا او غربي ښکېلاک د ماتې ورځ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د قرآن عظیم الشان په ختمونو او جشنونو نمانځل کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته