خبرونهټولنه

د غزني نابینایانو په دغه ولايت کې د روشن دلانو په نامه بنسټ جوړ کړى دى

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر

په غزني کې يوشمېر ړندو د لومړی ځل لپاره د معلوليت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه په دغه ولايت کې د روشن دلانو په نامه بنسټ جوړ کړى دى.

د دغه بنسټ مسوول محمد ذکريا سروري د باخترآژانس خبريال ته وويل: د یاد بنسټ غړي چې شمير يې ٢٠ تنو ته رسېږي هره مياشت يوه اندازه پيسې راټولوي او له دې لارې له بې وزلو  نابینایانو سره مرسته کوي.

هغه هيله څرګنده کړه چې په دې کار سره به نابینایانو ته د خود کفايي او کار موندنې   زمينه برابره شي.

نوموړي دغه راز په غزني کې د اسلامي امارت له سيمه ييزو مسوولينو هم وغوښتل، چې دوى ته  کاري آسانتياوې برابرې کړي.

د دغه بنسټ د غړو د څرګندونو له مخې؛ د دوى زياتره غړي په غزني کې د معلوليت لرونکو کسانو له تخنيکي او مسلکي ليسې څخه فارغ شوي دي، که چېرې دوى ته  زمينه برابره شي کولاى شي نورو معلولينو ته هم د کار زمينه برابره کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته