خبرونهاقتصادټولنه

د غزني چهل بچه ګانو د لرغونو سیمو د غصب مخه ونيول شوه

 کابل، د زمري٣مه، باختر

د غزني امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د چهل بچه ګانو د لرغونو سیمو د ځمکې د غصب مخه ونيوله.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبيب الله مجاهد چې د غزني ښار د غيب قلندر د يو شمېر خلکو په غوښتنه یې یاده سيمه کتلې ویلي یې دي چې هيچا ته به اجازه ور نه کړو چې د لرغونو ساحو ځمکې غصب کړي.

مجاهد زياته کړه په تېرو شلو کلونو کې د ځمکو مافيا هڅې وکړې چې عامه ملکيتونه او لرغونې سیمې غصب کړي، خو اوس خپلو هدفونو ته نه رسېږي او په افغانستان کې د اسلامي امارت په برياليتوب سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په زرګونو جريبه ځمکه چې د ځمکو مافيا له خوا غصب شوې وه بېرته واخيستل شوه.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنک رئيس وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د ځمکو د غصب په مخنيوي  ژمن دى.

د يادونې  وړ ده چې  يو شمېر زورواکو او فرصت غوښتونکو کسانو چې غوښتل يې، د غزني ښار غيب قلندر د چهل بچه ګانو د سمې ځمکې چې د دغه ولايت يوه لرغونې ساحه ده غصب کړي چې د غصبولو مخه يې ونيول شوه.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته