خبرونهټولنهروغتیا

د غزني یوشمېر اوسېدونکي د کاریز اوبو د څښلو له امله مسموم شوي دي

کابل، د غبرګولي ۱۸ مه، باختر

د غزني څه د پاسه ۱۵۰ تنه اوسېدونکي پرون د ککړو اوبو د څښلو له امله مسموم شوي دي.

د غزني د عامې روغتیا رئیس مولوي مصباح  رسنیو ته وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ د باتورد کلي څه د پاسه ۱۵۰ تنه اوسېدونکي د یو کاریز د اوبو د څښلو وروسته مسموم شوي دي.

هغه وویل، زیاتره مسموم شوي کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي او د ګیرو ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي د یادو کسانو د مسموم کېدو د علت په اړه وویل چې کوچیانو خپل تلف شوي څاروي د دغه کلي په کاریز کې اچولي، چې له یاد کاریز څخه د کلي اوسېدونکي استفاده کوي، چې په پایله کې یې ۱۵۰ کسان مسموم شوي دي.

د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس رسی د غزني په لرو پرتو کلیو کې یوه لویه ننګونه ده.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته