خبرونهنړۍ

د غزې په شجاعیه سیمه کې جګړه؛ دوه صهیونست پوځيان وژل شوي

نړۍ، چنګاښ ۱۰ مه، باختر

د اسرایلي او فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې د غزې په شجاعیه سیمه کې جګړه لا هم روانه ده او د اسرایلي اشغالګر پوځ له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې فلسطیني مجاهدینو سره په مخامخ جګړه کې یې دوه پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجاریک وایي، په شجاعیه سیمه کې د روانې جګړې له امله ۶۰ زره ځایي اوسېدونکي له خپلو مېنو بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.

همدارنګه د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرایلو د ظالمانه بریدونو له امله ۴۰ فلسطینیان شهیدان او ۲۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د روانې جګړې له پیل راهیسې بیا غزه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۷ زره ۸۳۴ او د ټپیانو شمېر ۸۶ زره ۸۵۸ ته رسېدلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته