سیاستخبرونه

د غور ولایت سرپرست په لويديځ زون کې د ملګرو ملتونو له استول شوي پلاوي سره وکتل

 کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر

د غور ولايت سرپرست پرون په لويديځ زون کې د ملګرو ملتونو سازمان له استول شوي پلاوي سره وکتل.

د باختر آژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې موخه د غور ولايت د يو شمېر خيريه بنسټونو او د سکتوري ادارو د مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، د غور ولایت سرپرست او مرستيال مولوي روح الله طريقت د دغه ولايت د خلکو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې په لوېديځه حوزه کې د ملګرو ملتونو د استول شوي  پلاوي مشر شيون وويل، غور ولايت ته يې د سفر موخه د دغه ولايت د روغتيا، کرنې او اوبو لګولو په برخو کې د شته ننګونو څېړل وو او ويې ويل: اوس یو ټیم پسابند ولسوالۍ ته او بل ټیم ​​د چهارسدې ولسوالۍ ته توظيف شوی دی.

د غور د والي مرستيال دغه راز په غور ولايت کې د روغتيا، کرنې او د ماشومانو           د تغذيې په برخه کې د شته ننګونو او ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو له استازي څخه يې وغوښتل چې د دغو ننګونو په هوارې کې د غور له  اوسيدونکو سره مرسته وکړي.

په دې کتنه کې دغور د عامې روغتيا او د کرنې رئيسانو د ملګروملتو د سازمان پلاوي ته د خپلو ادارو د کار په ساحه کې د پرتو ستونزو په باب معلومات ورکړل.

د غونډې په پاى کې په لوېديځ زون کې د ملګرو ملتونو د پلاوي مشر ډاډ ورکړ، چې  د غور ولايت ستونزې به يې له مرکزي دفترونو سره شريک کړي، تر څو په اړه يې لازم اقدامات ترسره شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته