کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر
د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د سړک جوړولو کار څو ورځې مخکې په دغه ولسوالۍ کې پیل شوی دی.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د دهن نو جلال په کلي کې د څه د پاسه ۵ کيلو مټره سړک د جوړولو کار له پنځو ورځو را پدېخوا پيل شوی او په چټکتیا سره دوام لري .
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ د مقام په وړانديز او د خلکو په همکارۍ د دهن نو جلال له سيمې څخه د نوجلال ترسر پورې څه پاسه ۵ کيلومټره سړک چارې پيل شوي او کار یې په دې سیمه کې دوام لري.
هغه زياته کړه، د کليو اوسېدونکو د دوی د مواصلاتي لارې د ستونزو د لرې کولو په خاطر د دغه کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړده چې له دې مخکې په دې کلي کې د موټرو لاره نه وه او د دغه کلي اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ وو.
ع