امنیت

د غور- کابل په لویه لاره کې د مسافرینو پرکاروان د شوکمارانوخونړی برید

کابل / د لړم / ۱۷ / باختر
د غور- کابل په لویه لاره کې د مسافرینو د سپرلۍ پرکاروان د یوې ډلې شوکمارانوپه برید کې یوتن ووژل شو او څه نا څه درې نورټپیان شول.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، شوکمارانو پرون د بامیانو د یکا ولنګ ولسوالۍ د بکک غاښې په سیمه کې د مسافرینو پردغه کاروان برید وکړ.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې د مسافروړونکی دموټرچلوونکی غوښتل د شوکمارانوله منګولوڅخه وتښتي چې د دوی په ډزو کې ووژل شو.
دغه راز درې نورمسافرین هم د شوکمارانو پر وړاندې د مقاومت په بهیر کې ټپیان شول.
د غور- کابل د لوی لارې یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د شوکمارانو د پېژندنې او نیولولپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته