ټولنه

د فراه خلکو ته دغوره روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو ټينګاروشو

کابل/ د وږي١٤مه / باختر
د فراه ولايت دعامې روغتيا په رياست کې د روغتيايي مسوولانو، ډاکترانو او د فراه ولايتي روغتون د کارکوونکو په ګډون غونډه جوړه شوه ترڅو ناروغانو ته غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په غونډه کې د فراه د عامې روغتيا يوشمېر مسوولانو په دغه روغتونونو کې د معاشونو او نورو امتيازونو د نه ورکولو او نورو شتو ستونزو په اړه انديښنه څرګنده کړه .
د فراه دعامې روغتيا کمېسيون رييس مولوي مزمل وويل؛ د فراه په روغتونونو کې ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي او دا شته ستونزې به ډېر ژر حل شي او د فراه په روغتونونو کې به ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو ته هم معاش ورکړل شي.
د يادونې وړ ده چې د فراه دعامې روغتيا ډاکترانو د دغه ولايت د خلکو له اړتياو سره سم خپلې دندې ترسره کړي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته