خبرونهفرهنګ

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس: کيبلي شبکې دې د متبذلو پروګرامونو له خپرولو ډډه وکړي 

کابل، د غبرګولي١٢ مه، باختر

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الدين محمدي د دغه رياست  د دوييمو واحدونو د ارزولو په پار د يو کاري سفر په موخه د دغه ولايت د اندخوى، دولت آباد  او شرين تګاب ولسواليو ته سفر وکړ.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس  د کتابتونونو، کيبلي شبکو، لرغونو ابدو، زيارتونو او د ښځو او نارينه و د حرفوي زده کړو د مرکزونو  چې د اکتيد موسسې له خوا تمويليږي فعاليتونه او اجراات وڅېړل او د دغو ولسواليو  بېلابېلې برخې يې وکتلې او د چارو ښه والي په پار يې اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټينګار وکړ چې زده کوونکو ته د لوست له پيل څخه يو ساعت مخکې ديني زده کړې ورکړل شي او په ټولو مواردو کې اسلامي حجاب، اسلامي

شريعت او اسلامي قوانين  او فرهنګي مقرره رعايت او عملي شي.

دغه راز ټولو کيبلي شبکو ته لارښوونه وشوه چې د اسلامي ارزښتونو له مخې دې خپلې خپرونې عيارې کړي او د مبتذلو او بې لارې کوونکو سريالونو او پروګرامونو څخه دې ډډه وکړي.

\ ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته