خبرونهاقتصادټولنه

د فراه – فراه رود د سړک په تګلوري کې شپاړس پلګوټي ورغول شول

کابل، دغبرګولي٣١مه، باختر

د فراه د فواید عامې ریاست چارواکو پرون د دغه ولایت د فراه – فراه رود سړک په تګلوري کې د ۱۶ پلګوټو د بيارغاونې خبر ورکړ.

د فراه د فواید عامې رئیس مولوي عبدالمالک معتصم باخترآژانس ته وویل، چې دغه پلګوتي په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي و.

معتصم زياته کړه، دغه رياست  د فراه – رود د  سړک په تګلوري کې ١٢پلګوټي او دغه ولايت په ريګي کوچک سيمه  ٤ پلګوټي بيارغولي دي.

د فراه د فواید عامې د رئیس په خبره، د فراه- فراه رود ٦٩ کیلومتره سړک د فراه           د سوداګرو په مالي مرسته ترمیمېږي چې کار به يې ډېر ژر پیل شي.

د هغه په ​​وينا، د دغو پلګوټو په ترميم او بيارغونې سره د فراه- هرات او کابل- فراه        د موټر چلوونکو ستونزې هوارې شوې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته