امنیت

د فراه لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ووژل شو

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د فراه لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول تېره شپه د دغه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې ووژل شو.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل چې د فراه لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ګلبدين د دغه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول په ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود او د پوليسو تر تعقيب لاندې و.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته