خبرونهاقتصاد

د فراه يو شمېر بزګران د اوبو له کمښت سره مخ دي

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د فراه ولايت سيمه ييز مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې  تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې او که چېرې د بخش آباد د اوبو بند جوړ نه شي د دغه ولايت د

خلکو ستونزې به زياتې شي.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ يو بزګر شمس الدين  د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په کروندو سربېره د زياتو سيمو خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه د اسلامي امارت له مسوولينو وغوښتل، چې په دغه ولايت کې د اوبو بحران  د مخنيوي لپاره د بخش آباد بند جوړولو ته پاملرنه وکړي.

يو قومي مشر آدم خان هم د بخش آباد بند د جوړولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د دغه بند په جوړولو سره نه يوازې زياتې ځمکې خړوبيږي؛ بلکې يو زيات شمېر ځوانانو ته د کار زمينه هم برابريږي.

په همدې حال کې د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي فيصل وويل، چې د بخش آباد بند د احيا کولو لپاره هڅې دوام لري.

هغه زياته کړه چې د بخش آباد بند د جوړولو په اړوند د فراه د خلکو غوښتنې او پيشنهادونه په مرکز کې د اسلامي امارت له مسوولينو سره شريک شوي او د اسلامي امارت مسوولينو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په ورته وخت کې د فراه د اوبو رسولو رئيس برهان الدين مينوال وويل چې په وروستيو کلونو کې  تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ٦ مترو پورې ټيټه شوې چې د دغه ولايت  خلکو او کروند ګرو ته يې زياتې ستونزې رامنځته کړې دي.

مينوال په دې باور لري که چېرې د اسلامي امارت مسوولين د فراه د خلکو غوښتنو ته پاملرنه و نه کړي د اوبو د کمښت ستونزه زياتيږي او هغوى به د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شي.

بايد وويل شي، چې د بخش آباد بند  د فراه د مرکز په ١١٠ کيلومترۍ واټن کې د فراه رود په ولسوالۍ کې موقعيت لري او د هغه د دوو تونلونو د جوړولو کار په تېر حکومت کې دوام درلود خو اوس د هغه کار بند شوى دى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته