![Img 20240621 Wa0005](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240621-WA0005-780x470.jpg)
کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د فراه ولايت د بکواه ولسوالۍ د شنبې ميلې او حاجي سخي جان اکا په کليو کې د ۱۱ میلیونه ۳۹۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو رغنيزې چارې پيل شوې.
د دغو شبکو د پرانيستې پر مهال د فراه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم سرهنګ باختر آژانس ته وويل، چې دغه شبکې د يونيسف ادارې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه ۳۹۱ زره افغانیو په لګښت جوړېږي او پرمټ به یې د دې کليو ۴۶۶ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، فراه ولایت د اوبو له کمښت سره مخ دی، خلک يې د څښاک پاکې اوبه نه لري، چې دغو ستونزو او اړتياوو ته په کتو به روان کال نورې رغنيزې پروژې هم پلې شي.