خبرونهټولنه

د فراه په فراهرود کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر
د فراه د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په تودنک کلي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره، دغه شبکه د یونیسف دفتر په مالي مرسته جوړېږي، چې په کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې زېرمې جوړول، د ۴۰ لمریزو تختو نصبول او د ۳۰۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
یاده دې وي، چې د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د نوموړي کلي ۳۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته