خبرونهامنیت

د فراه په پشترود کې په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول شول

 کابل، د زمري لومړۍ، باختر

په فراه کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول شول.

د پشترود ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ  په برجک کلي کې په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول.

سرچینه زیاتوي چې د عالیقدر امیرالمومنین له فرمان سره سم يې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي چاره په جدیت سره پیل کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په فراه، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته