امنیت

د فراه پولیسو شپږ تنه دغلا په تور ونیول

٣٤- فراه / دلیندۍ ۸ / باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ منسوبانو په جلا جلا عملیاتو کې په فراه ښارکې شپږ تنه د غلا په تور ونیول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر اژانس خبریال ته وویل چې نیول شوي کسان د فراه ښارد چهار باغ ، ګرګ اباد او سنګي زور د کلیو اوسیدونکي دي چې د فراه په ښار کې یی زیاتره غلاوې تر سره کولې .
دوی په لومړنیوتحقیقاتوکې په دې اعتراف کړې دي چې په دغه ولایت کې څو موټرونه او څاروي غلاکړي ډي.
له دغو غلوڅخه یو موټرسایکل او یوه برچه ترلاسه شوي دي.
پای – سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته