تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د فرهنګي ارزښتونو پالل او د نوي نسل روزل

کابل / د وري ۵مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون په چهلستون بڼ او ماڼۍ کې د نوروز او نوي کال په ویاړ پرتمین مراسم جوړ کړي وو. دا او ورته مراسم که له یوې خوا د خلکو د خوښۍ او خوشحالۍ لپاره اړین دي، له بلې خوا د افغاني ټولنې د فرهنګي ارزښتونو د پاللو او د دغو ارزښتونو په رڼا کې د نوي نسل د روزلو لپاره ضروري دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
فرهنګی ارزښتونه د پېړیو په اوږدوکې رامنځ ته کېږي او له یونسله بل ته لېږدول کېږي. همدا فرهنګي ارزښتونه دي چې د نسلونو ترمنځ تاریخي او فرهنګي تسلسل تامینوي. که دا ارزښتونه نه وي، یا کمزوري شي او ونه پالل شي؛ نو د نسلونو ترمنځ دا تسلسل شلېږي او بیا د ارزښتونو تشه رامنځ ته کېږي. د دې لپاره چې یو ملت د ارزښتونو له تشې سره مخ نه شي، باید دا ارزښتونه ښه وپالي او تر ټولو مهمه دا ده چې نوی نسل د دغو ارزښتونو په رڼا کې وروزي.
نوروز د افغانانو لرغونی جشن دی او له زرګونو کلونو راهیسې دلته پالل کېږي او نمانځل کېږي. کله چې دا جشن نمانځل کېږي او پرتمین مراسم نیول کېږي؛ نو ځوان نسل خپل تېر تاریخ ته ځیر کېږي، د خپلو پلرونو او نېکونو کړو وړو او هغو دودونو او رواجونو ته ځیر کېږي چې دوی پالل او بیا یې راتلونکو نسلونو ته پرېښي دي.
دا له خپل تېر تاریخ سره مینه زیاتوي، دا د هېواد پالنې روحیه غښتلې کوي او دا د ځوانانواو همدارنګه کوچنیانو د فرهنګي شخصیت په جوړولو کې رغند نقش لوبوي.
په اوسنیو شرایطو کې چې د ګلوبالیزشن یا نړیوال کېدا بهیر ملي ارزښتونه له ګواښ سره مخ کړي دي او همدارنګه انټرنېټ د نااشنا فرهنګي ارزښتونو لېږد اسانه کړی دی، د ځوان نسل روزنه هم له ګڼو ستونزو سره مخ ده. له بده مرغه اوس ګڼ ځوانان خپل ډېر وخت په ټولنیزو شبکو او همدارنګه راز راز انټرنېټي سایټونو کې تېروي او هلته داسې څه ویني چې هغه زموږ د ټولنې له تاریخي او فرهنګي ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي. دا د ځوان نسل پر روحیې ناوړه اغېز کوي او ځوانان بې لارې کوي. دلته باید یو ټکی روښانه کړو او هغه دا چې د نوې تکنالوژۍ او انټرنېټ کارول په خپل ذات کې بد کار نه دی؛ خو په دې شرط چې له انټرنېټه او همدارنګه تکنالوژۍ د علمي او فرهنګی موخو لپاره سالمه او اغېزمنه ګټه واخیستل شي او د دغه کال کنترول ډېر ګران او سخت دی.
ستونزه دا ده چې ځوان نسل د نااشنا فرهنګی ارزښتونو تر اغېزلاندې راځي او دا ځکه چې په دغو نااشنا ارزښتونو کې معنویت ته ډېر پام نه اړول کېږي او تر ډېره د انسان سملاسي ورځنۍ اړتیاوې او غوښتنې په کې غبرګون مومي؛ نو ځکه پر ځوانانو ژر اغېز کوي. په دغه راز شرایطو کې ملي فرهنګي ارزښتونه باید ښه وځلول شي او ځوانانو ته دا ښه تشریح شي چې هر غر همغه یې کربوړی، زموږ ټولنه خپل فرهنګي ارزښتونه لري، خپل دودونه او رواجونه لري، که موږ له خپلو خلکو سره مینه لرو، که موږ د یو ملت په توګه له خپل تاریخ سره مینه لرو، که موږ غواړو دلته ژوند وکړو، پرمختګ وکړو او د سوکالۍ او نېکمرغۍ خاوندان شوو؛ نو باید خپلو فرهنګی ارزښتونو ته ژمن پاتې شوو، هغه ښه وپېژنو، ویې پالو او د یو ستر تاریخي میراث په توګه یې راتولنکي نسل ته ولېږدوو.
د دغو ټکیو په پام کې نیولو سره، موږ باید نوروز لرغوني جشن او همدارنګه نورو ورته جشنونو او غوره دودونو ته د نسلونو ترمنځ د فرهنګی او تاریخي تسلسل او په ځوان نسل کې د هېوادپالنې روحیې د پیاوړي کولو د یو ستر عامل په توګه وګورو، ویې ساتو او ویې پالو.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته