خبرونهفرهنګ

د فرهنګ او هنر معین د فیروز کوه موسسې فعالیتونه او هڅې وستایلې

کابل، د چنګاښ ۲ مه باختر
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د فیروز کوه موسسې د فعالیتونو بېلابېلې برخې وکتې او د یادې موسسې هڅې یې اړینې او د پام وړ وبللې. هغه د یادې موسسې فعالیتونه او هڅې وستایلې.
په افغانستان کې د فیروزکوه موسسې بنسټ په لومړي ځل په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان شهزاده چارلز (prince charles ) اېښی دی.
یاده موسسه د کابل د زړو مراد خانيو په لرغونو سیمو کې ټولنیز، فرهنګي او روغتیایي مرکزونه لري چې د خطاطۍ، زرګرۍ، میناتورۍ ،نقاشۍ، لرغونو سیمو بیارغونې، ښکلو هنرونو او لاسي صنایعو، د تعلیم او روغتیا په مختلفو برخو کې فعالیتونه ترسره کوي.
په یاده موسسه کې د جاپان سفارت له لوري روغتیایي خدمات او میندو ته د ماشوم پالنې او روزنې زده کړه هم ورکول کېږي چې د فعالیت مرکزونه یې د کابل ښار په مرادخاني او د بامیانو په ولایت کې موجود دي.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته