خبرونهاقتصادفرهنګTOP

د فعاليت جواز صدور له يو واحد چتر څخه ترسره کېږي

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د اصنافو د فعاليت جواز د صدور لپاره له ۲۰ وزارتونو څخه جوړ شوی واحد چتر دې په سوداګرۍ او صنعت وزارت کې په فعاليت پيل وکړي.
دغه ټکى نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق په هغې غونډه کې چې د هغه په مشرۍ او د اړوندو وزارتونو د استازو په ګډون په همدې مناسبت جوړه شوه؛ بيان کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وويل چې د جواز د صدور لپاره د واحد چتر جوړول د فعاليت جواز غوښتونکو ته د اسانتياوو د برابرولو په خاطر ډېر مهم او ګټور ګام دى.
هغه وويل: په هره اندازه چې سيستمونه ساده او آسانه شي؛ په هماغه اندازه په چارو کې شفافيت رامنځته کېږي.
بايد وويل شي چې دغه چتر له ۲۰ سکټوري او غير سکټوري وزارتونو څخه جوړ شوى دى چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې خپل لومړنى فعاليت د رسنیز جواز په صادرولو سره پيلوي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته