![Ps20240627](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS20240627-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ ۷مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې د اشغالي لویدیځې غاړې په جنین سیمه کې د فلسطیني مجاهدینو په یو بمي برید کې د اسرایلو د صهیونست پوځ ۱۷ غړي تبیان شوي، چې د ځینو هغو روغتیایي حالت نازک شودل شوی دی.
ویل کیږي، دغه برید په لاس جوړ شوي بم څخه په استفادې ترسره شوی د پېښې له سیمې څخه په خپره شوې یوې لنډې ویډیو کې ښکاري، چې اسرایلي هلیکوپټرې د ټپیانو د لېږد په موخه سیمه کې پروازونه کوي.
د پېښې د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو رسنیو دغه خبر نن پنجشنبې سهار را اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو دوه اونیو په ځانګړې توګه د اختر په شپو او ورځو کې د اسرایلي اشغالګرو پوځيانو مرګ ژوبله د پام وړ زیاته شوې ده.