نړۍ، د چنګاښ ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته ترهغې چې د اسټرالیا د کارګر ګوند او پارلمان مسلمانې افغان الاصله غړې فاطمې پیمان د فلسطین د رسمیت پېژندلو لپاره غږ پورته کړ او د زرغونې اسټرالیا له ګوند سره یوځای یې د یاد هدف د لاسته راوړلو لپاره رایه وکاروله، لومړي وزیر انتوني البینزي پارلمان کې د کارګر ګوند د غړې په توګه د نوموړې دنده تر نامعلوم وخت پورې وځنډوله.
انتوني البینیزي نن سهار له اې بي سي راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د فلسطین د رسمیت پېژندلو په مقصد د نوموړې رایه کارول د کارګر ګوند د کمزوري کولو په موخه دسیسه وه.
فاطمه پیمان د اسټرالیا په پارلمان کې د دغه هېواد د لوېدیځې څنډې استازيتوب کوي او د فلسطین د رسمیت پېژندنې او د فلسطینیانو ملاتړې ده.