ورزش

د فوتسال لوبو دوام وکړ

کابل باختر د کب لسمه :
د کابل ښار د فوتسال سياليو نن په دريو لوبو سره دوام وکړ.
دهيواد د فوتسال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې د سنايي ټيم د دريو په مقابل کې په اوو سره د مشعل پرټيم بريالى شواودخراسان ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره د اردو ټيم ته ماتې ورکړه او د اردو د ځوانانو ټيم د صفر په مقابل کې په پنځو سره د ميلاد پر ټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ د المپيک د ملي کميټې په جمنازيوم کې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته