امنیت

په يوه ځانمرګي بريد کې دملي اردو درې سرتيري ټپيان شول

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
دهرات په ولايت کې په يوه ځانمرګي  بريد کې نن داردو درې تنه سرتيري ټپيان شول
دغه پيښه هوايي ډګر ته په غځيدلي  لاره دهرات پوهنتون دليليې  په وړاندې هغه وخت  وشوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر داردو دسرتيرو دسپرلۍ  په موټر له ډزو وروسته ځان وچاوه .
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې، دويم يرغلګر چې په يوکورلا موټر کې سپور و  داردو په سرتيرو دډزو په بهير کې  په تيښتې بريالي  شوى دى.
دهرات ښار يوه امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې داردو درې سرتيري ټپيان شوي دي .
خبرځاى  زياته کړه: امنيتي ځواکونو دتښتيدلي  يرغلګر دپيژندنې او نيولو لپاره هڅې پيل کړي دي .
  په هرات کې ديوه روغتيايي  مرکز ډاکترانو دټپي  سرتيرو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى .
داپيښه په داسې حال کې شوې چې په يوه بله پيښه کې دهرات د فرسي ولسوالۍ امنيه قوماندان دوسله والو طالبانو دکمين هدف وګرځيد او له څلورو تنو ساتوونکو سره يې   شهيد شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته