خبرونهورزش

د فوټبال سيالۍ  د کندز د فوټبال ټيم په اتلوالۍ  سره پاى ته ورسيدې

 کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د فوټبال هغه سيالۍ چې په کندز کې د څو ولايتونو ترمنځ پيل شوې وې پرون د کندز د اتل ټيم په بريا سره پاى ته ورسېدې.

د کندز د فوټبال فدراسيون مسوول عبدالصمد رشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې ۳ ورځې مخکې د سمنګانو، بدخشان، بغلان او د کندز ولايتونو ترمنځ پيل شوې وې، د بغلان د پیروزي ټیم په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

هغه وويل: “دغه سيالۍ د ولايتي فدراسيونونو، ولايتي ورزشکارانو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د کندز ولايت د ښاريانو لپاره د سالمې تفريح په موخه جوړې شوې وې.

هغه زياته کړه، چې په دغو سيالیو کې محبوب کاکړ د کندز د بريا لوبډلې د غوره لوبغاړي، فرهاد او خسرو ګولکیپران او عتيق الله شېرزاد د غوره او تکړه دفاعي لوبغاړي په توګه وټاکل شول.

په پای کې دغو لوبغاړو ته جایزې او سوغاتونه هم  ورکړل شول.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته