ورزش

د فوټبال نړيوال جام له ايټاليا او پرتګال پرته ترسره کېږي

کابل /د ليندې ٦مه /باختر
د اروپا په وچه کې د قطر د فوټبال نړيوال جام ته د لارې موندنې پچه واچول شوه.
په دې پچه اچونه کې داسې څه رامنځته شو چې د فوټبال هيڅ مينه وال هغه نه غوښته .
د اروپا اونړۍ د فوټبال دوه مهم ټيمونه پرتګال اوايټاليا په دې پچه اچونه کې په يوه ډله کې راغلل . يعني دا چې له دغو دوو ټيمونوڅخه يوټيم د قطر ٢٠٢٢ نړيوال جام ته لاره ونه موندي.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په الف ډله کې ټاکل شوې ده د اسکاتليند ،اوکراين ،ولزاواتريش ټيمونه سيالي وکړي، د ب په ګروپ کې هم د روسيې، پولند، سويډڼ اود چک جمهوريت ټيمونه شامل دي خو د دغه پړاو په بله ډله کې د ايټاليا، مقدونيې ،ترکيې او پرتګال ټيمونه شامل دي.
په دې پړاوکې ټاکل شوې ده له اروپا څخه له هرې ډلې يوازې يو ټيم د قطرنړيوال جام ته لاره مومي او نور ټيمونه حذفېږي.
د فوټبال مينه وال له يوې خوا نه غواړي چې د ايټاليا ځواکمن ټيم په راتلونکې نړيوال جام کې حاضرنه وي اوله بله پلوه نه غواړي رونالد و اود هغه ملي ټيم پرتګال په دې نړيوال جام کې ونه ګوري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته