امنیت

د فيض اباد-مزارشريف اوپلخمري په ښارونو د طالبانوبريدونه په شا وتمبول شول

کابل /دزمري ١٩مه /باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې د فيض اباد- مزارشريف او د پلخمري پرښارونو د وسله والوطالبانوبرېدونه تېره شپه په شاوتمبول شول.
باختراژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبرورکړ چې وسله والوطالبانو د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار، د بلخ په مرکز مزارشريف او د بغلان پلخمري ښارونو ډله ييز بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونوله سخت مقاومت اوغبرګون سره مخ شول.
خبرځاى زياته کړه چې وسله والوطالبانو د تلفاتو په ورکولو سره له دغوسيموڅخه په شا شول.
ويل کېږي چې د دغو ښارونو شاوخوا سيمې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترادارې لاندې دي.
-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته