ټولنه

د فيض محمدناصري په سراى کې د لګيدلې اور لمبې لاتراوسه پورې دوام لري

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
دفيض محمدناصري د سراى دوکانداران وايي : سره له دې چې  په دغه سراى کې د اورلګيدنې له پيل څخه څو ساعته تيريږي؛ پوليس تراوسه پورې په اور وژنې نه دي بريالي شوي  .
دباختراژانس خبريال چې دپيښې ساحه يې کتلى وايي چې لاتراوسه پورې هم د فيض محمدناصري د سراى ځينې برخې لوګۍ پوښلې دي او د اور وژنې پوليسو د اور وژنې په لاره کې هڅه او هاندکوي.
د دغه سراى يو دوکاندار د باختراژانس خبريال ته وويل چې اور د شپې د دولسو بجو په شاوخوا کې په سراى کې ولګيد، خو لاتراوسه پورې چې  غرمه ده  اور نه دې وژل شوي .
دکابل د اور وژنې د ادارې يومسوول وايي چې اور تر کنترول لاندې نيول شوي دي،  خو لاتراوسه پورې هم ستونزې شته .
دى وايي چې په دې سراى کې د اورلګيدنې په باب د اور وژنې ادارې ته د شپې په دولسو بجو اوڅلويښتو دقيقو خبرورکړشو.
د يادونې وړ ده چې د ملي اردو د اور وژنې يو ټولګۍ هم په ساحه کې دي .
د پوليسو د لومړۍ امنيتي حوزې آمر چې د پيښې په ساحه کې و؛ وويل: لاتراوسه پورې د دې وخت نه دې رسيدلى چې د دغې اورلګيدنې دعلت او له دې امله د رسيدلو تاوانونو په باب خبرې وکړو.
ده يادونه وکړه چې د پوليسو يو تخنيکي ټيم د پيښې څرنګوالې څيړي.
د يادونې وړ ده چې د خيرخانې مينې د پروان مارکيټ په ساحه کې د درمل پلورنې په يو مارکيټ کې له اورلګيدنې وروسته، دا په کابل کې د اور لګيدنې ډېره ستره پيښه ده چې په هغې پيښه کې په مالي تاوانونو سربېره، يوشمېرکسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته