ټولنه

په فارياب کې د استوګنې د کورونو د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
په ميمنې ښارکې د استوګنې د لومړۍ پروژې د بنسټ ډبره پرون د سرپل د والي  سيدانور سادات له  خوا کيښودل شوه.
د ميمنې له ښارڅخه د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې پروژه کې د تجارتي ودانيو روغتيايي کلينيک، د کانونو، هوټل او د ورزشي کلپ جوړول شامل دي چې د ماليې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د کابو ٤٤ مليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
د دغې پروژې کار د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار د څلور لارې په ساحه کې پيل شوى دى .
ديوبل خبرله مخې:
دماليې وزارت د پرمختيايي پروګرام له بودجې څخه د دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو په لګښت د ميمنې ښار د سړکونو د پخولو کار پرون پيل شو.
دغه راز د آلمار ولسوالۍ د اوبو د بند د بيا جوړولو کار پيل شو.
د دغو پروژو د کار په پيل کيدو سره د فارياب ولايت کابو پنځه زرو تنو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته